نن بيا هسې د ګلزار په ننداره ځم
چې له ياره سره خوښ هم کناره ځم
چې بر کړى مې خداى لاس په رقيبانو
ترو به مه د هند پر لور په تماشه ځم

چې د هند د ملکو فتحه مې روزي شوه
نور ايران لره په توغ په نغاره ځم
پر دا کړى داد د خداى نه شئ پښېمانه
تر نګين مې ايران لاندې شاهانه ځم

معشوقې د ايران ډېرې ترکې شوخې
خداى چې راکي ترکې هند ته دوباره ځم
زه تسخير د ولايت د خداى په دادکړم
په مدد د حبيب هر ه خوا تازه ځم

چې زما د ولايت فتحه روزي شوه
ترو به څه د يار له نازه کناره ځم
احمد شاه دنيا فاني ګڼم چې نشته
دنيا پاته له ايمانه به سره ځم
