ستـــــا د عشق د وينـو ډک شو ځګرونه
ستا په لاره کښي بــايلي زلمي سرونـــــــه
تــــاتـــــه را شمه زړګی زمـــــا فــــارغ شي
بـــــېله تــــــا مي انـــــدېښنې د زړه مارونه

کــــــه هر څو مې د دنيا ملکونه ډېر شي
زما به هېر نه شي دا ستا ښکلي باغونه
د ډهلي تــخت هېرومــــــه چي را ياد شي
زما د ښکلي پښتونخــــــوا د غرو سرونه

احمد شاه به دغه ســــــــــــــتا قدر هير نه کا
که ونييسي د تمام جــــــــــــــــــــــهان ملکونه
