قافله د عشق راغلې له کوم خوا ده
پر زړګي باندې مې شپه کا څه غوغا ده
ټوله يو دي که غلجي که اودلي دي
ښه هغه چې يې د زړه ښيښه صفا ده

چې عمل يې د نيکۍ وي مېړه هغه
که اغوستې يې ګدله د خمتا ده
پښتانه دې ټوله لاس سره يو کاندي
چې مو نن غزا هر لوري شاوخوا ده

بې زحمته راحت چېرې مونده نسي
د احمد ځکه پر هر لوري غزا ده
