ساقي
ستا د مينې په زانګو كې زه ماشوم واى زنګېدلاى
تا للو للو كولاى زه مسكى مسكى كېدلاى
چې د خيال وړې منګولې مې واى ډكې ستا له زلفو
ستا د سرو شونډو انوارو زما شونډې ښكلولاى

يو رنګين تصوير پوښلى د ټالونو هر بهير واى
تا زما سترګې كتلاى ما د تا سترګې كتلاى
په بنډار د محبت مو د خوښۍ خيمه واى پلنه
ما وړې غاړې كولاى تا جار جار راته ويلاى

د ډيوو كالي پوښلي ترنم واى ستا سپېڅلي
ما پخپله وړه ژبه هم د خداى صفت كولاى
په هر ګوټ د ښكلولو كې دې داسې ساقي ناست واى
ته بيداره راته ناسته زه د خوب نړۍ ته تللاى
