غزل

د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په ګډا کړه

مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخلا کړه

په نظر راباندې وڅښه، د ښکلا د مۍ جامونه

اوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه

د زړګي په للمه دښته، د ارمان زړي کرمه

د باران په شان ورګږه، چګرته شنه مې تمنا کړه

تخيل کې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُت

بُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه

څنګه غلی ناست يې ” بازه“ وزرونه دې خواره کړه

د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه