چې د سپرلو نه به خبريږی کنه! ----- په اخترونو به پوهيږې
کنه
اختر خو ماته هم ماتم غوندې وي ----- تا پکې ښکل نه کړمه
غم غوندې وي

د سپيلنو لوګي به وي او کنه ----- په تا نظر څوک ماتوي او
کنه؟
لکه ځما دې په زار زار پاسوي ----- کنه سحر دې څوک په قهر
پاسوي
په خاورو سخا په دې لمنې ساتې ----- جامې به پاکې که خيرنې
ساتې؟

لکه چې څنګ دلته يختي ډيره وي ----- اورم چې دغلته ګرمي
ډيره وي
چې به په سوري که په لمر به يي ته ----- په ګيډه موړ او که
نهر به يي ته
زړګې مې وار نه کوي دا اوليکه ----- ما ته په ليک کې خامخا
اوليکه

دا وسوسې چې مې په زړه شي ګله ----- چې دا وهمونه راسره شي
ګله
بيا مې د ستوني نمړۍ نه تيريږي ----- ځما خو دغه ډوډۍ نه
تيريږي
چې ستا چاچۍ پر پولۍ کيږي ګرانه ----- ځما به څه رنګه
تيريږي ګرانه

ځمونږ وطن د بلاګانو وطن ----- ځمونږ وطن د ښامارانو وطن
ګنې په دې وطن کې څه نشته دی ؟ ----- ګټه د سمې که د غره
نشته دې؟
په کور د غم ژوندون ځما برخه ده ----- مسافري زړه چاودې
ستا برخه ده

ليک بس کوومه اجازت دې راخلمه ----- په دې دعا درنه رخصت
اخلمه
خدايي دې نيستي چيرته په بند ګيره کړي ----- خدايي دې په
دې وطن ډوډۍ ډيره کړي
ځما بچيه ! چې خپل کور ته راشی ----- پښتون وطن ته خپلې
مور له راشۍ
خپلي مور له راشي

|