د مسافر په نامه د مور ليک - فضل سبحان عابد
ځما د سترګو نه پناه ګلابه ------ ځما په زړه کې په خندا
ګلابه
د لرې لرې سلامونه واخله ----- د دعاګانو امبارونه واخله
په امان اوسې د تودوه بادونو ----- هر يو قدم دې شه په سرو
ګلونو
نيستۍ ظالمې په کوم لور وړی يي ----- ځما له خوا نه يي په
زور وړی يي
که لوږه نه وی مجبوري مو نه وی ----- ګرانه که ډيره غريبي
مو نه وی
زه به په زړه پرهر پرهر ولې وی ----- ته به د کوره مسافر
ولي وی
-----------------------
که لوږه ورکه شوه خو زړه مې وران دی ----- ستا يو نظر ليدۀ
ځما ارمان دې
ځما د سترګو سترګو کيږی خانه ----- يوه لحظه مې نه هيريږی
خانه
ستا د ديدن په بدل ځان مړؤؤ ----- څومره په ګرانه ماشومان
مړؤؤ
-----------------------
چې لږ ناوخته به د شپې راتللې ----- ما له به څومره وسوسې
راتللی
چې کور به نه وې زړه به وران ووځما ----- وره ته کتل دغه
ګذران وو ځما
اوس مې اونه ليدی وختونه اوشو ----- وختونه څه چې ډير
کلونه اوشو
--------------------------
هاغسې اوس هم پامته داره يمه ------ لارې ته ګورم ناقلاره
يمه
د وره په ګړب پسې په شا ګورمه ----- غولي ته منډه کړمه تا
ګورمه
دغه وهمونو ليونۍ کړمه زه ----- ذرې ذرې دې جدايۍ ګړمه زه
------------------------
ځما ګلابه په سپرلو ميئنه ----- په اخترونو او میلو مینه
|