پښتون ته خطاب
دا چې هر وخت د پردو لاس ته حیران یې
تاته وایم آی زما پښتونه وروره
شپه او ورځې چې په بل پسې روان یې
له دې څه ده بې ننګي اضافه نوره

پنجابي په مخکې ښکته پورته کیږې
درته وایم ځان دې خلاص کړه له پېغوره
د وحدت لاسونه ورکړئ یو او بل ته
ځان ځانۍ کې به دئ ښځه شی سر توره

د کشمیر غیرتی خلکو ته نظر کړئ
په دښمن یې رڼا ورځ کړه ده تکه توره
آرزو نلرم چې سر دې چاته ټیټ شي
هر افغان ته د ورور په سترګه ګوره

دښمن ګوره دروازه کې درته ګرځي
ښځه او لور ستا راوتی نشي له کوره
لروبر پښتانه یو دي درته وایم
په یو غږ ستا دوی اټک په پله کې ګوره
پیچوال سره دی توره او ډال په لاس دی
په دښمن به درته مځکه کړي نسکوره
