ساينس او اسلام  په اوسني پرمختګونوکي داسلام رول**څېړندوی حاجي احمدشاه پوپلزئ 
د انساني ژوند له پيل څخه دعلم او پوهي ورکړه د مشکلا تو د حل او هغه هوسايني په خاطر چي انسان ورته اړتيا لري د کائيناتو د خالق له لوري يوه لويه پېرزوينه ده، انسانان د همدې ګټي څخه په بهره اخيستلو و توانېدل هغه لاس ته راوړني چي په طبيعت کښي په مرموزه توګه نغښتي دي پيدا کړي او د خپل علمي محصول په چوکاټ کښي يې را ونغاړي.
انسان مبتکر نه دى خو هغه ځيرک مخلوق دى چي د رازونو په تحليل کښي ورسره کومک شويدى څولاس ته راوړنه يې د خپلي ګټي په ماحول کښي ختمه کړي دا لړۍ د زرګونو کلونو په دوران کښي دپوره حوصلې او دقيق غور په رڼا سره رامنځ شويدى د پوڅکۍ د ژوند په څېر په آني ډول نه موندل کېږي ځکه همدغه پوڅه هم د يو سلسله تحولا تو په نتيجه کښي چي د پسرلي د موسوم د هوا د حالا تو په تغير چي د سختوبادونو او تالندو سبب دى اړيکي ساتي او د جغرافيايي موقعيتونو په حواله  خپل  زېږنده تبارز ښکاره کوي داسي نه چي د هري پراخي لمني په بغل کښي سر پورته کړي.  
په همدې ډول علمي څېړني د انسانانود ذهني لوړتيا او هغه فعاليت سره چي دمجبوريتونو له کبله رامنځ ته کېږي خپل مستقيم ارتباط ساتي داچي انساني غوښتني د  حدودو په چوکاټ کښي نه محسوره کېږي نو د حل د پاره يې هم زماني او مکاني موقعيت ته اړتيا شته.له همدې کبله د هغه
لا س ته راوړنو برياوي چي نن ورځ د پرمختللي تکنالوژى سبب شويدى او د ژوندانه په اموراتو کښي يې د سهل او آرامى زمينه مساعده کړېده له سترګو څخه نه شو غورځولاى.
داسي هم نه ده چي دا ټول علمي مسائيل نن ورځ د پوڅي په څېرآناً منځ ته راغلي او تېر وختونه  له داسي برم نه برخورداره نه وه جهد او د زمان په تقاضا و پوري تړلي مسائيل د انسانانو د پيدايښت نه د پرمخ تللو او پوره کولو په خاطر دوام لري مثال يې موږ د نوح (ع) د طوفان په شروع سره ديوې داسي کښتۍ جوړول چي په څو چتونوکښي د بېلو مخلوقاتو د ځاى پرځاى کېدلو او د ژوندانه د اړتياو د ليري کولو په خاطررامنځ ته شول ذکر کولاى شو چي د علمي پرمختيا دروازه يې په دې لاره کښي پرانستل او د راتلونکو نسلونو د پاره يې سرمشق کېښود.
د مصر د فرعونيانو مثلثي تعميرونه ( احرام ) چي د نن ورځي له حيرت انګېزه تخليقاتو څخه شمېرل کېږي او د فرعونيانو موميايي کېدل چي دادى پس له څلورو زرو کلونو په اصلي حالت کښي د قبرونو څخه راکښل کېږي يو حيرانونکې فورموله ده.
د  حضرت داوود (ع ) په ذريعه د اوسپني ويلي کول او دهغې څخه د جنګي سامان آلا تو جوړښت چي د راتلونکي نسلونو د پاره يې د ابتکار دروازه خلاصه کړه د ذکر وړ ده.
د ستوروعلم ( علم نجوم ) چي د مسافرو تګلاره يې د سمندر په زړونود وچي صحرا په لويو دښتو کښي د هدف د پيدا کولو په خاطر د منجمانو په حق کښي ثابت و د نظره نه شو ويستلاى .
په همدې ډول د اقتصادي برنامو د پلي کولو په خاطر هغه قاعده چي نن ورځ د زېرمي په حيث ورڅخه کار اخيستل کېږي د حضرت يوسف (ع ) په تدبير پوري تړل شوې عملي طرحه وه چي د قحطى په خاطر يې د غنمو د ټولولو او ذخيره کولو په وړاندېز جوړه کړه څو د وخت  د پادشاه د خوب تعبير وشي د يادولو وړ  او د اقتصادي برنامود بنسټ پېشتازي کوي.     
د همدې ټکو په نظر کښي نيولو سره د بشر د اړتياو د ليري کولو په خاطر داسي يوه قوه شته چي د کومک يا لارښودني عهده لري ځکه مخلوق د خپل ناتوانه دريځ په درشل کښي و مدد ته اړ دى که چيري د همدې قاعدې خلاف  اوسو نو د هيڅ يوه حقيقي فورمول په ثبوت نه شو توانېدلاى ځکه په خلقت کښي د همدردى او کنترول وجيبه د يوه ثابت او منونکي قانون په حيث رغنده پديده ده.
ساينسي مسائيل چي د نننى بشري ټولني په منځ کښي د علمي دنيا له رويه خپل تبارز ټينګ کړيدى د هغه تيرو شوو مجبوريتونو د جبران نتيجه ده چي انسانان ورسره مخامخ وه او وجود يې د همدې تيورى  په  را ختلو سره رامنځ ته شو، د نفوس ډېر والى، د تقاضاو د لمني پراخېدل، د انسانانو په منځ کښي د علم په سر داوطلبي، رقابتي نظرونه او د تفوق غوښتني دريځ ټوله د همدې ساينسي پرمختياو اصلي لاملونه دي چي د عمر په تېرېدلو سره يو په بل پسې قد علم کوي او هر انسان دا کوښښ کوي چي د خپلو اړتياو د پوره کولو په خاطر يوه ابتکاري عمل ته نژدې شي څو و کولاى شي خپل علمي دريځ ته لوړتيا ورکړي .
بدوي ژوند انسانان د انساني ډېرو تقاضاو څخه ليري ساتلي وه ځکه ماحول د يوې محدود جغرافيايي چوکاټ  په قاعده کښي نغښتى  و  له همدې کبله ډېروخلکو په ډېر لږ نعمت باندي شکرکښى او قانع وه د ژوندانه د ابتکاري مسائيلو په اړونده چنداني غور نه کېدى که چيري په ځانګړي توګه کومه برنامه د علمي پرمختيا په لور څرګندېدل په ټولنيز دود مردوده پېژندل کېدل او ابتکاري شخص د مجبورى له کبله يا خو به چوپ  و يابه يې د خپل لاس ته راوړلو نتيجه ډېره ټيټه ليدل د همدې علت يو سبب د هغه په ځاى ناستو مفت خورو راهبانو شوم تبليغات  وکوم چي د عوامو د انحصار په حق کښي يې خپل دريځ  الهه ( الاهه ) ګاڼه.
پاپانو چي د ګټي په بنسټ ولاړ تهداب پخپل ولکه کښي انحصار کړى و د ژوندانه ټول مشکلات يې د خپلي فيصلې په حدودو کښي نغښتل او دا حق يې ځانته د خپل رائي په بنسټ فرضي ايښودلى و خو ارتباط يې د سماوي اديانو په نزول سره د خپل ځان په حق کښي په خلاف د حقايقو ټينګ کړى و.
عوام چي د حقايقو څخه ليري ساتل شوي وه له همداسي مغرضينو څخه د دفاع په خاطر ټولنيز سپر   و او چاته يې دا اجازت نه ورکاوه چي د خپلو اربابانو په ضد اقدام وکړي او يا داسي نظر وړاندي کړي چي هغه د همدې  تپل شوو استاذو مقابله وي.
له همدې رواياتو څخه غلو، قمار بازانو، سود خورو، شراب خورو، فساد اچونکو او نورو مفسدو اشخاصو خپله ګټه پورته کول او د خپلي غير انساني چلندونو نظر يې روايتي نظام ګاڼه.
ثروتمندانو د انسانانو په رانيولو او خرڅولو کښي لوى لاس درلودى يعنې د غلامانو او مينځيانو دور په همدې دوران کښي مشروعيت درلود.   
داسي قاعده چي د علمي دنيا لورته سوق الجيشي قانون وي غير له الهي قواعدو څخه چي هغه هم د الهي استاذو ( پيغمبرانو ) په موجوديت کښي سمون ته رسېدل او انسانان يې د يکجهتى انساني ژوند او د حقوقو درناوي ته متوجه کول بل څه نه موندل کېده 
دا چي د انسانانو په ذهنونو، عواطفو او عملکردونوکښي بېل طرز العملونه موجود و او دي له همدې کبله يو سلسله تغيرات د سختو شرايطو په منلو سره رامنځ ته شول چي د بشري ټولني دپرمختيايي قوانينو قاعده  يې کېښودل که څه هم دا پرمختيايې قاعدې د عمومي ګټي په خاطرد عام اولس په ولکه کښي پرېښودلي شوې خو د سياسي ، اقتصادي او زورورو له خوا په انحصار کښي پرېوتې او د دې انساني خدماتو وارثان په داسي حال کښي وګرځېدل چي د يو سلسله بې عدالتيو او ظلمونو په ولکه کښي يې د دې خدمتونو ګټي و نغښتلې څو د خپل اشباع او نفسياتي خواهشاتو لړۍ په نړۍ و تپي، د نادارو  او ضعيفه ممالکو په سر د چنګک او د بډاى يا شته منو ملکونو په اختيار کښي هر هغه څه پرېږدي کوم چي  په يو خوله او دستور سره پيغام لري.
دې خبري موږته داسي څه رازده کړه چي دوباره يې موږ د قرون وسطى او بدوي ژوند لوري ته وګرځولو ځکه په هم هغه وخت کښي هم هغه انسانانو چي د خپل ژوند د ښېګړو په مقابله کښي به يې د تضاد کوم اړخ وليد او يا به يې  ګټي په خطر کښي ولوېدې نو په جنګ به يې لاس پوري کاوه او يا به يې په بل نوع داسي څه کول چي خپله برتري وساتي.
د نن ورځي پرمختللي ممالک همداسي لاره غوره ګڼي او دايې خپل ځانته حق ګڼلى دى که چيري د ملل متحد په چوکاټ کښي هم وي ځکه د ويتوحق د محدودوپنځو سترو وسله والو په قبضه کښي ګېر دى.
له بل پلوه د وسلو د جوړولو په سر بنديز د هغه ملکونو په سر تپل کېږي کوم چي د نادارو يا ضعيف القدرت حقانيت ولري.
د اقتصادي محاصرې بنديزونه د همدې ملکونوخصوصاً د امريکې له لوري هم لګول کېږي او هم ليري کېږي ځکه د خپل هغه حق په درلودلو سره چي د ملل متحد اداره يې پخپله خاوره کښي ساتلي ده د همدې نوع انساني ضد قانون څخه په ګټي اخيستلو برخور داره ده.        
همدا دستور دى چي د پرمختيايي عواملو لاري د اسلامي ممالکو په لوري تړل شويدي ځکه په هر هغه اسلامي هيواد کښي چي د ساينسي پرمختيا لاري و لټول شي نو دحکمرانانو په دستور هغه طرز العمل په ټپه درېږي او يا هم په بېلو بهانو سره د ودرولو لاري و رته لټول کېږي دا ټوله په دې خاطر چي محافظه کاره حکمرانان د جنګ ، اقتصادي محاصرې او بندېزونو څخه په وېري سره ځانته د سر درد نه غواړي عوام په ټپه د کهالت لوري ته لبيک وايي يوازي د ميډيا اوسرودي حالت لورته ترجيح ورکوي چي همدې حالت ته د ديموکراسى يا بېروکرات دور نوم ورکول کېږي.
که چيري د غربي نړۍ په مدار باندي حرکت د شعاع په څېر دوراني حرکت وي يو څه امکان لري چي د معيشتي ژوند په اړونده لورته څه پرمختيا راشي هغه هم په داسي ډول چي د خود کفايي اصليت په کښي نه وي ځکه يوازي د تظاهري ژوند لباسي حالت مطرح وي.
همدا حالت مخکښي د کمونيزم په موجوديت د هغوى محوري ستورو همداسي حالت درلودى چي مجزا والى يې د سرمايه داري نظام څخه د اقتصادي کړنلارو په ذريعه بېل شوى و په داسي ډول چي د کمونيزم اقتصادي نظام د حکومتي کنترول او ولکه درلودل په ټولنيزه عام المنفعه فوايدو کښي يو جبري قاعده وه او د عام خلکو د ژوندانه معيشتي ژوند د بخور او نمير سره تړلى و د کوپون له لاري چي د ولتي ارګان په خپله سب سايډى سره ټينګ او رواج کړى و د خوراکي او ضروري اجناسو ورکړه په ارزانه توګه قاعده ګرځولې وه. خلکو ته د کار زمينه او د اختراعاتو ميدان خلاص و خو ګټه يې په مجموعه کښي د حکومت ( ټول دولت ) په برخه کښي رسېدى اقتصادي پانګه د پرمختيايي پروژو په موخه خلاصه وه خو د محور څخه  په شعاعو باندي د لږ تقسيم اراده قابضه او نافذه وه ټوله توجه د محور او دفاعي ، تجاوزي کړنلاري په دستور څرخېدل.
په مقابل کښي د بيروکراتانوطرز العمل يعنې د غربي نړى قاعده د شخصي سرمايه داري نظام په قانون باندي ولاړ تهداب لري چي نظام د دولت په خپله اراده کښي نيسي د جرمونو څخه په نقدي پيسو آزادي، د اقتصادي نظام واکداري،د سرمايي ډېرول د طبقاتي نظام په بنسټ د مزدورانو په وينه کښي ، د قدرت ولکه او په ټولنيزه ژوند کښي د حيثيت درلودل چي دا ټوله د انساني قوانينو په ضد خلاف عمل دى تر نن پوري دوام لري.
د دې دواړو نظامونو په ضد د اسلامي قواعدو تګلاره چي د دنيا تر وروستى نېټې پوري تغير نه منونکي قاعده ده د کار حق و حقدار ته ، د سرمايه داري نظام قبولول د قانون په چوکاټ کښي چي د سود، غلا، درواغو، خيانت  او رشوت له لاري نه وي د زکوة ، خيرات او صدقې په ورکړه سره، د دانشمندانو پالنه  او د عام المنفعه ذخايرو لکه کانونه ، تېل او ګاز کنترول د اقتصادي نظام د پياوړتيا او ملي ګټو په کنترول کښي د دولت دنده جوړوي، د بشري نظام قاعده د انساني قواعدو په چوکاټ کښي د علم، حلم او صداقت په مبنا ولاړ اساسات هغه منل شوى دستور دى چي د دېموکراتيکو نظامونو په جبري قاعده کښي نن  په پټ او سر پوښه حالت سره نغښتل شويدى داسي چي قرآن پاک په اوو پوښو کښي د خوني په سرتاقونو يا الماريوکښي د مچولو په غرض پټ پروت پاتي شويدي  همداسي اسلامي قاعده د بې علمه حکمرانانو له لوري يوازي د تظاهر په شکل دستوري طرز جوړوي چي د علمي مسائيلو څخه يې په کار نه اخيستلو سره ګرم او د پوښتني وړ دى.
انسانان د مځکي پرمخ د تحرک په حال کښي ژوند کوي چي د بدعتونو، عام المنفعه قوانينو او داسي عملکردونو سره تړاو ساتي چي د نوي ژوند او نوي پديدې زېرى ورکړي هيڅکله د داسي برنامو موخه نه نيول شوېده او نه هم نيول کېږي دانسان د پيدايښت سره سهو،ګناه او نافرماني د انسانانو په عملکردونو کښي وضاحت پيدا کړيدى د همدې نقايصو د ليري کولو په غرض متعدد پيغمبران  او انبياۤء عليه السلام د وخت د تقاضا سره سم  په اصلاحي شکل مقرر او د خپلو بې سارو زحمتونو په وکښلو سره حتى د شهادت تر درجې پوري دا سلسله رسېدلې ده تر دوى وروسته د همدې ويل شوي استاذو يارانو د خپل وس او قدرت په اندازه د هدايت لاره ټينګه کړېده او په دې لاره کښي پوره ، پوره زحمتونه ګاللي دي څو د مځکي پرموخه يې د عدالت او اصلاح قاعده د يو والي په چوکاټ کښي په داسي ډول چي د الله پاک د قوانينو او رضا سره سم سمون خوري پلي کړې وي خو له بده مرغه همدا انسانان د خپلي نفسي غوښتني په درلودلواو شيطاني خواهشاتو په لمسون په يوه کړۍ د وحدت کښي نه دي نغښتل شوي بلکه په ځانګړو خصوصياتو سره د بېل ، بېل قانون پيروي يې پخپل ځان تپلې ده چي دا کار د همدې انسانانو په خوښه او پوره رضا سره شويدى حال داچي د کوم زور او زياتي قانون هيڅکله نه دى پرې تپل شوى.
په مقابل کښي د انساني اصولو د مراعات کولود پاره د قاعدې ترتيب او تنظيم ته  دا اړتيا پيدا شوېده چي د زور څخه کار واخيستل شي ځکه اکثره انسانان پخپله خوښه د عدالت قانون ته نه حاضرېږي او يا هم د خپلي خوښي  په چوکاټ کښي د کوم پياوړي قانون د ليدلو نه مخکښي د عدالت ترازو ته دومره ډېره توجه نه ګرځوي.      
انسانان تل دخپلو اړتيا و د ليري کولو په غرض هغه موادو ته  ډېره توجه ګرځوي کوم چي په آني حالت کښي ورته په سترګه کېږي  د راتلونکي په هکله هغه وخت خپل نظر څرګندوي چي د مجبوريتونولړى يې د اشباع حالت نيولى وي او يا هم ورته په لومړى درجه کښي  حاد حالت نه وي .
همدا علتونه  د هر انسان د پاره دوه موخه قاعده تنظيموي چي يوه يې د مدني قانون په چوکاټ کښي او بله يې د الهي قواعدو منل شوى دستور دى.
تضاد دهمدې دوو قواعدو ترمنځ د نفسياتي غوښتونو دريځ د هغه انسانانو په اوږو بار جوړوي کوم چي د خپلي لاس ته راوړني ګټي نه غواړي د عوامو په چوپړکښي ختمي شي ځکه د زحمت په مقابله د تمام عيار ثروت د لاسه ورکول د هر انسان په توانمندي کښي نشته ځکه مجاز د حقيقت سره نه شي برابروکولاى که څه هم انسان اشرف المخلوقات دى او د علم په درجه سره نازول شويدى خو همدا حالت د ټولو انسانانو په ذهني لوړتيا پوري اړيکي ټينګوي چي د جامعې ټولنيز حالت ته په ځانکړتوب سره ترجيح والى همدا علمي درجه ثابتولاى شي.  
جنګ، کرکه، بېلوالى او خود غرضي د همدې قاعدې له لاري منځ ته راغلي دي چي طباقتي نظام يې جوړ کړيدى او ثمره يې د تفوق قاعده جوړوي.
همدا تفوق طلبي، خودخواهي او غرور انسانان ودېته هڅوي چي د خپل همنوع په مقابله کښي د حيواني اوصافو دريځ غوره کړي چي په نتيجه کښي يې علمي در يځ کمزورى کېږي که چيري هره يوه د دې قاعدې خپل حاکميت قايم کړي نو دمځکي څرخ  په اصطلاح په هم هغه لورڅرخي.
هيڅوک داسي ثبوت نه لري او هيڅ يوه علمي پديده نشته چي دا لهي قوانينو په ماحول کښي د ايراد نقطې پيدا کړي او يايې په علمي جهان کښي د اشارې په توګه څرګندي کړي مګر هغه کسان چي د موضوع په مغز کښي نه وي داخل شوي او يايې هم د خپل علم اوعقل د کمزورى درجه نه وي منلې.
د خطونو په ايجاد سره لس صحيفې چي د الهي احکامو او لارښودنو غوره نمونه ده د حضرت آدم (ع) د ژوند څخه شروع شوي دي داچي انساني مخلوق د خپلي لمي درجې د لوړولو د پاره کومه برنامه جوړه نه کړه پخپله د همدې انسان د عجزښکارندوى دي ځکه د انساني ساينسي دريځ لوړتيا په همدې ١٥٠ کلونو کښي رامنځ ته شوه چي همدا سل کاله يې په لوړه سويه لاس ته راوړني ښکاره کړې او په يوموخي ډول د يوه انقلاب څپې د خپرېدلو په حال کښي څرګندي شوې او دا لړى د دوام حالت ځانته غوره کړيدى.  
داچي ولي انسانانو د خپل ژوند دومره ډېره لويه دوره په تاريکيو کښي تېره کړه خپل ځانته علتونه لري چي په ډېره لږه کچه سره د اصلي علتونو په علل سره تشريح شول.
اسلامي نړۍ د الهي استاذو په وجود کښي د الهي ارشاداتو په رڼا سره هيڅکله د انسانانو د ښه ،هوسا او آرام ژوند په موخه خنډ شوي نه دي او نه هم د ساينسي تجاربو يا علمي واقعيتونو په لاره د دېوال په حيث واقع شوي بلکه تل يې د انساني معاشرې او انساني عملکردونو په وضاحت کښي خلک د حقيقت او حقانيت لورته هڅولي دي.
د حضرت نوح (ع) دتدبير نتيجه چي د کښتى په جوړېدلو سره د بحر په زړه کښي د شنا په خاطرد ژوند د حفاظت په اړونده رامنځ ته شول د نن ورځي د غول پيکرو کښتيانو، آبګوټونواو نورو وسايلو په جوړېدلو سره تمامېږي.
د حضرت يوسف (ع) تدبير د قحطى ( خوشکسالى ) د راتللو په غرض د غنمو د کرلو او ذخيره کولو په هکله، چي د نن ورځي د اقتصادي قانون د قورمول  مور ګڼل کېږي.
که د موسى (ع) د دورڅخه چي د پنځو زرو کلونو تاريخ جوړوي نظر واچول شي د همدې انسان د پاره د ډبري د زړه څخه د اوبو د چشمو بهېول  چي نن ورځ د تصفيه شوي اوبو د لاس ته راوړلو د پاره يوه روښانه لاره ده، د ادبياتو په ساحه کښي دکتابت او ليکلو په غرض د الهي ارشاداتو څخه د تورات په نوم  د کتاب تقديم،د خرافاتو٠ جادو) په ضد دعيني شواهدو اظهار او تخيلي پوچو افکارو په وړاندي لکه د سامري عقيدتي موضوع  رد، د ظلم، ناروا او تجاوزاتو په وړاندي د علمي، سياسي، ادبي او رزمي مبارزې زده کړه د فرعون په مقابله کښي چي د نن ورځي د آزادى بخښه نهضتونو په وړاندي يوه قبوله شوي پديده ده او د ملل متحد په چوکاټ کښي ځانګړې شعبه لري. دحکمتونو په جوړېدلواو د جغرافيايي ساحې تثبيت، چي د نن ورځي جهاني موضوع اصلي ريښه تشکيلويو د داخلي پيداوارو څخه ګټه اخيستل لکه د من او سلوى، چي نن ورځ د تجاوزاتو موخه د خپلي نفساني خواهشاتو په وړاندي رالنډه کوي.
د حضرت داوود (ع ) د کسب څخه چي د اوسپني په ويلي کولو سره يې د جنګ، کورني اسباب او زراعتي سامان آلا تو جوړېدل خلکو ته  په ارمغان پرېښودل د نن ورځي د اکثرو مشکلاتو د حل بيان لري.
د حضرت عيسى (ع) د پيغمبرى دور چي د خرافاتي عقايدو په ضد د علمي دنيا او حقايقو د روښانه ساتلو په غرض رامنځ ته شول د خپل وخت او زمان سره د شرايطو په نظر کښي نيولو په غرض د انساني ژوند د تهداب ايښودل  و  څو خلک د حيواني او انساني ژوند ترمنځ توپير په علمي دلا ئيلو سره و کولاى شي.
 تر دې سلسله وار لړۍ وروسته د حضرت محمد (ص) د نبوت او پيغمبرى دور شروع شو چي د لومړى ورځي څخه د انساني معاشرې په جوړېدلو يې پيل وکړ او دا د انسانانو د پاره د لومړي شرط ذمه واري ده، د ښځو حقوقو ته احترام، درناوى او عزت، د ساينسي علومو د منځ ته راتللود پاره دالهي وړانديزونو بيان، د کلتوري، ثقافتي ، تاريخي، ادبي ، ټولنيزه پروګرامونو تجويز،د اقتصادي برنامو په لړ کښي قواعد،د ملکونو د جغراقيايي حدودو تعين، مساوات، ګډ ژوند،تعليمي او تربييوي برنامې،علم نجوم او کېمياي تعاملا توترمنځ فورمولونه،حساب، هندسه، الجبر او مثلثاتو علمي اساسات او نور ډېر هغه څه چي د بشر په دماغي چوکاټ کښي تر نن پوري نه دي ځاى په ځاى شوي رايج، درج او په عملي ډګر کښي پياده کړل.      
د دولتي نظام د پاره د واقعي جمهورى دولت بنسټ او د خلفاي راشدينو په عملکرد سره د تحقق بخښلو هندارهو د بردګى يا غلامى د اساس ړنګول او په عوض کښي د انساني خود مختارى آزاد حالت، د سود څخه د پاک نظام منځ ته راوړل، د همسايګانو سره د انساني سلوک په اړونده معلومات د علمي مسائيلوپه لاره کښي ترغيب او تشويق ، د عالم و رتبه ته ارزښت او درناوى د هغه لاس ته راوړنو او ښکاره برياو څخه دي چي سترګي پرې نه شوپټولاى.
په داسي حال کښي چي نننى نړۍ د همدې وضع شوي فورمولونو څخه په ګټي اخيستلو سره ځانونو ته د تمدن او ساينسي علمي پوهي رهبران وايي بيا هم د اسلامي قانون په حقانيت باندي خپلي سترګي پټوي او غواړي لمر په دوو ګوتو سره پټ و ساتي.
د مور په نس کښي د اولاد پيدايښت په مرحله وار ترتيب سره نن ورځ د علمي دنيا هغه څېړني چي د الکتريک او التراساونډ په ذريعه ښکاره شويدي د قرآن پاک په ارشاداتو کښي د رسول اکرم (ص) د دور څخه راته پاتي شوى قانون دى، د علم نجوم او آسماني څېړنو په درشل کښي هغه ارشادات چي د قرآني آياتونو څخه معلوم الحاله واقعيت دى چي د نن ورځي تر تبليغاتي او ټولنيزه اخبارونو پورته حالت لري.
د اسلامي علماو هغه برجسته څهرې چي د تاريخ په اوږدو کښي يې تر اروپائيانو مخ کښي لاس ته راوړني درلودې د نمونې په  لست کښي ظاهرول غواړم.
جابرابن حيان د کېميا پلار مړينه ٨٠٣هجري
موسى الخوارزمي د لوګاريتم،حساب، استرونومي،جغرافې او الجبر پلار د٧٧٠څخه تر٨٤٠ هجري پوري.
يعقوب ابن اسحق  ال کينډي د فزيک، دواسازى ، رياضياتو، ميتالوجي او د سترګو فيلسوف ژوند د ٨٠٠ څخه تر ٨٧٣ هجري پوري.
تحابت ابن قراء د استرنومي، تخنيک او جيو متري  مؤسس ژوند ٨٦٣څخه تر٩٠١هجري پوري.
علي ابن ر بان الطبري د دواسازى،رياضياتو او          عالم ژوند ٨٣٨څخه تر٨٧٠ هجري پوري.
الفرغاني د اناتومي او کور جوړولو انجېنرژوند په ٨٦٠ هجري کښي.     
زکريا الرازي د دواسازى، اپتامولوجي، کېميا او استرونومي پروفيسور ژوند٨٦٤څخه تر٩٣٠ هجري پوري.
ابو عبدالله البتاني د استرونومي، رياضياتواو مثلثلا تو پروفيسور ژوند ٨٦٨څخه تر٩٢٩ هجري پوري.
ابو النصر الفارابي د سوسيو لوجي ، سياست،ساينس او ميوزيک فيلسوف ژوند ٨٧٠خخه تر٩٥٠ پوري.
عبدالحسن علي المسودي د جغرافيي او تاريخ استاد مړينه ٩٥٧ هجري کال.
ابوالقاسم الزهراوي د جراحى، دواسازى پلار ژوند ٩٣٦ څخه تر١٠١٣ هجري پوري.
محمد علي بوزجاني د رياضياتو، استرونومي،د مځکي د مساحت او هندسې فيلسوف ژوند ٩٤٠ څخه تر٩٩٧ هجري پوري.
حسن ابن الحاتم  د فزيک او رياضياتو پوه ژوند ٩٦٥ څخه تر١٠٤٠ هجري پوري.
ابو الحسن المروردي د پوليټيکل ساينس اوسوسيولوجي عالم ژوند ٩٧٢ څخه تر ١٠٥٨ هجري پوري.
ابوريحان البېروني د استرونومي،رياضياتو فيلسوف ژوند ٩٧٣څخه تر١٠٤٨ هجري پوري.
ابن سينا د دواسازى، رياضياتو او طب فيلسوف ژوند ٩٨٠څخه تر١٠٣٧ هجري پوري.
عمر الخيام د رياضياتواو شعر استاد ژوند ١٠٤٤ څخه تر١١٢٣ هجري پوري.
ابوحميد الغزالي د سوسيو لوجي فيلسوف ژوند ١٠٥٨څخه تر١١٢٨ هجري پوري.
ال ادريس د مځکي د مساحت او د دنيا د نقشې د جوړولو پلار ژوند١٠٩٩څخه تر١١٦٦هجري پوري.
ابن النفيس د اناتومى پروفيسور ژوند ١٢١٣خخه تر١٢٨٨ هجري پوري.
ابن البيترد فارمسي او بوتانى عالم مړينه ١٢٤٨ هجري.
ابن خلدون  د سوسيولوجي ، تاريخ او پوليټيکل ساينس فيلسوف ژوند١٣٣٢څخه تر١٣٩٥ هجري پوري.
په همدې ډول ډېر نور داسي پوهان ، دانشمندان او فيلسوفان د اسلامي نړۍ څخه چي د نن ورځي د  علمي دنيا مخکښان ګڼل کېږي منځ ته راغلي دي خو داچي د وخت د نادانو حکمرانانو توجه چي د خپل وخت داقتدار لمن يې په خطر کښي لوېدل  د خفه کولو ، وژلو او بندي کولو څخه  د داسي نابغه و په حق کښي دريغ و نه کړ او د نن ورځي د شرم څخه ډک ژوند يې و خپلو راتلونکو نسلونو ته په داسي ډول پرېښود چي لا تر اوسه د اسلامي علماو په ترټلو کښي خپل کرغېړن عمل ته د پردو په لمسون دوام ورکوي او د غير اسلامي طرزونو په رشد کښي د چوپړ شپې ورځي سبا کوي.
موږ د دې شاهدان يو کله چي په اسلامي نړۍ کښي دنهضت او ساينسي پوهي دانشمندان ظهور وکړي سمدلاسه د غربي نړۍ له لوري پرې د بېلو بهانو په ټاپه کولو سره يا خو د بندي خاني په تورو کوټو کښي اچوي او يايې د خپلو زرخريدو په لمسون د وخت د حکمران له لوري د مرګ يا خارج ته د فرار په لارتشويق کوي.
زموږ يوازنى مشکل د اسلامي دښمنانو شتون پخپل واک او اقتدار کښي د خپل ټاټوبي په چارچوب کښي دى چي د عوامو د نظر په خلاف د حکمرانانو د ساتني په غرض ورته د حق جلوه شوېده. هرکله چي دا نقيصه پاى ته ورسېدل سمدلاسه به غربي نړۍ داسي يو مقتدر اسلامي قووت و ويني چي نور به د ګواښونو توانمندي له لاسه ورکړي.
پاى


څېړندوی حاجي احمدشاه پوپلزئ  

********************************
**
دساينسي نړۍ څېړنې او اسلام    سيف الرحمن هاشمي
دساينسې څېړنې د وړاندوينې له مخې د
۲۱ دسمبر۲۰۱۲ كا سهار۱۱ بجې  ۱۱دقيقو باندې به  ځمكه لمر اوكهكشان په يوه لېكه كې راشي چې په نتيجه كې به په ځمكه باندې ډېرې لويي لويي اوښتونونو د رامنځته كېدو اندېښنه ده د زياتي مطالعي لپاره وګورئ : http:11www.maya.12.21.2012.com   داسې پېښه په ۲۶۰۰۰كالو كې يواځې يوځل پېښيږي دابه څنګه اوښتونونه وي او څه به كيږي؟ تاسې داهرڅه په بريښنايي ميډيا( انټرنيټ ) باندې په اسانه لوستلاى شئ وګورئ : www.122112.com تباكوونكې زلزلي دځمكي شكيدل دځمكې زياتره برخې ډوبيدل اوغرقيدل رامنځ ته كيداى شي دسونامې دطوفان په څير دځمكې په وچه برخه دسمندرونو راختل . دغرونو څخه دقدرتي اورونو پورته كيدل. ددې غرييزو سيمو څخه په اباديو پورې اورونه راتلل . دګټو اوتيږو باران ،دځمكې كره دسختې ګرمۍ اوتاو نا قابل برداش پورې لوړوالي داوبا مرضونو خوريدل دژوند داړو څيزونو دلاسته نه راوړل دجنګ جګړو په مسلسله توګه زياتوالي . اوداروپايانو په وينا دترهګرو يوه بله ستره راتلونكي حمله . داتومي وسلو استعمال دساينس پوهانو څيړونكو دوړاندوينو راتلونكي پيښي په ګوته شوي دي . ددې ټولو پيښو په نتيجه كې به ۸۰% نه تر۹۰% فيصده انسانانو دمړيني شميره رسيږي .

 

دمي يان تهذيب كوم حساب چې داينجينري اوفلكياتو كې ترټولو وړاندي دي اودكليز كلينډر هغه لوي حساب Great cycle  چې په        !!!! كالو مشتمل دي . ددې كليز (كلينډر) دحساب   پيل ۱۳ اګست ۱۲۱۴ ق م څخه شوي دي او پاى يې ۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ښايي . ددې شميرنې له مخې سانسي څيړونكي وايي چې دGreat cycle دبشپړوالي سره به ځمكني نظام ختم شي اودځينو څيړونكو له نظره دانسانيت پاى به راشي . يعنى يو نوي دور به دانسانيت پيل شي .

 

دايو لوي زيري دي چې انسانيت يوې نوې دايري ته ورداخليږي ويل شوي دي چې دعسيانو موجوده پاپ به اخري پاپ وي دامريكااوسني اولسمشر بارك اوباما به اخيرنى امريكاني اولسمشروي

 

داوو دساينسي پوهانو اوڅيړونكو هغه وړاندويني چې نړيوالوته يې په ميډياهم وښودلي خوراځئ چې داوګوروچې اسلام ددې وړاندوينو په اړه څه وايي: رسول كريم صلى الله عليه وسلم ددې په اړه څوارلس كاله وړاندې څه راښودلي دي او كه دا ساينسي اټكلونه هسې انسانيت په وېره كې اچوي؟

 

دابه ترټولواړينه وي چې د الله اودهغه درسول حكمونه په هرڅه وړاندې كړو:

 

حضرت واثله رضى الله عنه وايي ماد رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي هغه مبارك وفرمايل :ترڅوپورې چې دغه لس نښې نه وي راڅرګندې شوې قيامت نه راځي

 

۱_ دځمكي ننوتلو يوه پېښه په ختيځ كې

 

۲_ يوه په لوديځ كې

 

۳_يوه په جزيرة العرب كې

 

۴_ دجال

 

۵_ لوګى

 

۶_ دعيسى عليه السلام راتلل

 

۷_ ياجوج ماجوج

 

۸_ دابة الارض

 

۹_ له لوديځ څخه د لمر راختل

 

۱۰_ دعدن له ژوروڅخه د اور راوتل چې خلك دمحشر لورې ته روانوي

 

طبراني ،حاكم ،ابن مردويه، كنزالعمال

 

كه چيرته په ۲۰۱۲كې د ساينسي پوهانو په انداو څېړنې په اساس كومه پېښه راولاړه شي نودپورتنې حديث شريف د روايت په بناء څلورنښې پوره شوې دي

 

درې د ځمكې د ننوتلو پيښې له دې رامالوميږي چې پوره پوره ښارونه به ځمكې كې غرقيږي ځكه چې وړې وړې پيښې د ځمكې پر مخ ډېرې راغلي دي

 

څلورمه پيښه د لوګي  ده داهم د اتومي جنګونوله امله بشپړه كيږي او ياله اسماني افتونوله اړخه ، حضرت ابوهريرة رضى الله عنه روايت كوي فرمايي رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي قيامت ترهغې پورې نه راځي ترڅو دريا فرات له سرو زروڅخه ډك شي او ددې دلاسته راوړنې له پاره به سخته نښته منځ ته راځي دا جنګ به دومره د روند وي چې په سلوكې ۹۹به ووژل شي هريو به په اميد جنګيږي چې شايد زه ددې لاس ته راوړونكى شم ( مشكوة المصابيح)

 

عين ممكن ده چې ۲۰۱۲كې داپيښې هم پوره شي

 

حضرت دانيال عليه السلام د وړاندويو په اساس ۲۰۱۲كال به ديهوديانود پاي كال وي اود يهوديانو پوره خاتمه به د حضرت عيسى عليه السلام په لاس باندې وي له ده وړاندې به د امام مهدي عليه السلام ظهور وي ددع مبارك په لاسونوبه د بيت المقدس فتحه راځي ګويا لله دې نه رامعلومه شوه چې ديهودوخاتمه پيل ده داسې راښكاري چې ددې پيل ۲۰۱۱د يا۲۰۱۲  څخه به وي

 

راځئ چې د ابوهريرة رضى الله عنه د اثر يو اقتباس خلاصه راواخلو:

 

 ۱۴۰۰ هجري په منځنيو كلونوكې به دمهدي امين ظهور وشي امريكا به ګرده كفري نړۍ دوكه كړي او دمسلمان په خلاف به يې جنګ ته راټوله كړي دوي به دسب مجدون نومي غره سره نږدې راټول شي عيسايان دې جنګ ته ارمګډون وايي يو ډارونكى جنګ به وي مهدي عليه السلام به ( اتحادي ځواكونو) باندې يوه انتاهي تيز بريد وكړي دغه حمله به دتيزو تيرو نيزوبريد وي اسمان ځمكه او سمندر به ايره كړي او پر دوي به يې ډېرى كړي له اسمان څخه به افتونه راپريوځي اودځمكي په سر به په ګردوكافروباندې لعنت ويل كيږي  الله سبحانه وتعالى به د كافرانو دقتلولو او دختمولو اجازه اعلان كړي ، د نور بشپړ تفصيل لپاره تاسې  ( دجال ) د مفتي ابولبابه ، ( دريم نړيوال جنګ )  دهمدغه ليكوال كتاب دى چې چاپ ته تيار دى ( افغانستان دمهدي له ظهوره )د ابوعبيدالله اصف مجيد كتاب ولولئ

 

څېړنه : دپورتنې اقتباس څخه د ۲۰۱۲ پيښې ته څه ناڅه ګوته نيول كيږي كه چېرته لږ غور وشي څه وړاندوينې ريښتينې په لاس راځي

 

( ځمكه اسمان او سمندرونه به ايره شي او په دوي ډيرى شي ) له دې څه دا رامالوميږ ي چې دابه اتمومي  بريدونه وي كله هم دښمن كولاى شي چې كومه بله نوې حملې لپاره بندوبست ولري او ځمكه اسمان او سمندرونه سره يو كړي،

 

( له اسمان څخه به افتونه رانازل شي ) داد الله تعالى مرسته ده چې دمسلمانانولپاره به وي

 

وګورئ ۲۰۱۲ كال دپيښو هغه وړاندويني چې تاسې ولوستلي

 

دحديث په بنا په دې جنګ كې به دومره خلك ووژل شي چې اندازه يې له دې څخه راڅرګنديږي وايي: كه چيرته ددې لاشونود بره نه يوه پرنده الوتنه پيل كړي هغه به په الوتنه باندې ستړي شي خو د مړو له پاسه به راپريوځي مړه به شي خو دمړو حد به تعين نه كړي

 

همداراز له اوس نه دامريكا دولت د پنځه لكه ايئر ټايټ كفنونوانتظام كړى دى ، دړوند دجال راتلل به د مهدي عليه السلام  د خلافت په اووم كال وي داهم ويلاى شو ۲۰۱۲ كال دمهدي عليه السلام دراتګ كال متوقع دى دې پورته ساينسي څيړنو ته په پوره يقين سره نه شوويلاى چې كال به خامخا د ۲۰۱۲ كال دمهدي دخروج كال وي كېداى شي ۲۰۱۱كا ل يا ۲۰۱۲ كال يا له دې وړاندې هم راښكاره شي

 

هو داخبره په پوره ايمان او يقين سره كولاى شو چې كفري دجالي طاقتونه د دجال د راتګ لپاره په پوره تياريو بوخت دي او دېته زمينه مساعده وي چې دغه فتنه زر رامنځ ته شي يهوديان ډير سخت منتظر دي چې ددوي رهبر ( دجال ) د دوي دخلاصون لپاره كله راځي موږ ته لازمه ده چې  ددې فتنې نه دبچ كېدو لپاره د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په هغو نسخو او ارشاداتو عمل وكړو چې ددې په اړه يې تدابير راښودلي دي :

 

د لته په لنډيز سره د څو اهمو خبرو يادونه اړينه ده !

 

۱_ دمرګ زيات يادول چې له دنيا څخه انسان څنګ ته شي

 

۲_ د الله تعالى ذكر كول ، دعا او مناجات

 

۳_ خپل ژوند په ساده ګي سره تيرول ، دعيش وعيشرت ژوند څخه ځان ژغورنه ،  ساده خوراك د بازار له خوراك او څښاك څخه پرهيز كول

 

۴_ د علمااو نيكو خلكو مجلس اختيارول او له بدو بېكاره مجلسونوڅخه ځان ژغورنه

 

۵_ مجاهدينولپاره دعا كول اوهغه لښكر چې دمهدي عليه السلام دمرستې لپاره ځي د هغوي مرسته او ورسره تلل

 

۶_ دحلال رزق ګټل او خوړل

 

۷_ درزق قدر كول دخوراك ،څښاك څيزونوته په قدر سره كتل اوبې قدرې نه كول

 

۸_ دسهار اوماښام په دعاګانو باندې اهتمام كول په ځانګړې توګه سره لاندې دعاګاني په پابندى سره كول

 

الف : بسم الله الذى لايضر مع اسمه شئ فى الارض ولا فى السماء وهو السميع العليم

 

هرسهار اوماښام درې ځله

 

ب : رضيت بالله ربا وبا الاسلام دينا وبمحمد صلى الله عليه وسلم نبيا ورسولا

 

هر سهار اوماښام درې ځله

 

ج : اللهم نجعلك فى نحورهم  ونعوذبك من شرورهم ( په دې دعا كې د دښمن دهلاكت نيت ضروري دى د دښمن دساتنې لپاره هره ورځ ۳۱۳ وارې لوستل يې ضروري دي

 

دسورة كهف وړمبي لس اياتونه هره ورځ سهار لوستل.
 
  سيف الرحمن هاشمي
 *********************************
اسلامي سیاست څه ته وایې؟ قریب الرحمن سعید

غښتلې  اسلامي خلافت

په اوسنى وخت کې چې د اسلامي متحده ریاست یا اسلامي خلافت  په   اړه  كومه عملي لار او انځور زما په فكرکې راځي هغه دادې  چې :

ا] دټولو اسلامي هيوادونو  نړيوال اسلامي كانفرانس  دې په مکې  مكرمى یا مدينى منورى کې جوړکړل  شي، د دى كانفرانس بلونکې  بايد د اسلامي حكومتونو د مشرانو څخه كوم ممتاز او مقبول وګړې  وي . د دى مقصد دژر تر لاسه کولو له پاره   د اوسنى اسلامي كانفرانس اضطرارى غونډه هم راغوښتل كيداى شي ، ددې  كانفرانس  په هيئت  کې  به د دين عالمان ، سیاسي مشران او انتظامى پوهان شامل وى ، دا كوښښ كول په كار دى چې په كانفرانس کې د ټولى اسلامي نړۍ هيئتونه هم ګډون وکړې ، خو كه چيرى اكثريت په کې ګډون وکړې نو دا بیا هم په شرعي توګه د نړۍ د مسلمانانو د نماينده  غونډې په حيث ګڼل کیږي

2 ] دا كانفرانس دى د ټولو اسلامي هیوادونو له پاره يو مركز جوړکړې او د "الخلافه الاسلاميه المتحده" په نوم دى ئى یاد کړې، ښه خوداده چې د خلافت مركز مدينه منوره وى خود انتظامى امورو اودیو شمیر  نورو ښیګڼو د په نظر کې نيولو سره كوم  ځاې چې مناسب وى نو هغه د خلافت مركزاعلانیدلې او جوړيدلى شي .

3 ] يوه نړ يواله اسلامي  شورى دى جوړه کړل شي چې  په کې  د هر اسلامي هيواد لس كسه نمايندګان غړېتوب  ولري.  په دى مركز شورى کې  بايد د هر اسلامي هيواد مشر یاد هغه نماينده ضرور ګډون وکړې ،د شورى په ټولو غړو کې هغه صفات چې تر مخه ذكر شول بايد شتون  ولري . د مركزى شورى غړي  د هر هيواد د شورى د غړو  څخه انتخابیدلى شي او همدا د سیمه ایزې  شورى غړى ئې بايد انتخاب کړې، مركزى شورى بايد د " مجلس الشورى للخلافه الاسلاميه المتحده" په نوم  و نومول  شي .

4 ]. د مركزى مجلس شورى  غړي  بايد د ازادو او پټو رايو په اساس د خلافت له پاره  داسى یو وګړې  غوره کړې چې د خلافت په شرايطو موصوف  وى ، د مركزى حكومت د مشر نوم بايد «خليفه المسلمين یا اميرالموْ منين »وى او د مركز پورى د تړلو اسلامي هيوادنو مشرانو ته بايد په خپلو خپلو هیوادونو  کې  اميران وويل شي لكه د پاكستان امير ، د ایران امير او نور ...خو هيځ مشر بايد د پادشاه - شاهنشاه په نوم یاد نه کړل شي ځکه چې دى نوم ته         رسول الله صلى الله عليه وسلم ډیر بد نوم ويلى دى .

5 ~ د مسلمانانو خليفه د ضرورت مطابق خپل ځان ته مجلس جوړه وى چې  هغه به دمركزى مجلس شورى   دپریکړو پابند وى .

6 ~ مركزى مجلس شورى به يو اساسى قانون جوړوى چې ټول اسلامي هيوادونه  به دهغه پابند وى د دى اساسى قانون تفصیلات به دمركزى شورى او یا د هغى له خوا د فقهاو، عابدينو او پوهو خلكو څخه جوړ  شوى كميسون ترتيبوى ، خو ځیني اصولى مادى په هغه کې  ځاې په ځاې كول اړین  دى چې په لاندې  ډول ئي یادونه  کیږي.

ا : حاكميت او اعلی اقتدار يواځي يوه الله جل جلاله  لره خاص دى او د خلكو مقام د عبديت [ بندګۍ] مقام دى .

ب : د قانون ماخذ قران او سنت دى د مركز پورى تړلي هيڅ هيواد په خپل ځاې کې داسى قانون نه شي جارى كولاې چې د قران او سنتو د صريحو نصوصو او د هغه د اجماعى تعبير په خلاف وى يعنى هيځ هيواد داسى قانون نه شي جوړولاې چې د راشدينو خلفاء  صحابه كرامو رضي الله  عنهم او د امت  د اجماع په خلاف وى او په  هغه کې  د قران او سنتو د نصوصو څخه داسې  تعبير   ونه وکړل شي ، چې د اسلامي امت د اجماعى تعبير خلاف   وى .

ج : په اجتهادى او اختلافى مسائلو کې دى هر هيواد د مجلس شورى قانون جوړوى خود دى قانون پابندى دمركز پورى تړلو ټولو  هيوادونو باندى اړینه نه ده. اجتهادى مسائلو کې يو مجتهد ته  د بل مجتهد اود يوه قاضى ته د بل قاضى تقليدشرعاًََََ اړین  نه دى ځکه د راشدينو خلفاو په وخت کې د قاضیانود پریکړو او د مفتیانو د فتوى ترمنځ ځیني وخت اختلافات پيداكيدل، خو دى اختلافاتو د اسلامي امت دوحدت او دمتحده خلافت په لارکې  خنډونه نه پيدا كول .

د : په هغه مسائلو کې چې د قران او سنتو نصوص موجود نه وى او بنسټ ئى په عرف ايښودل شوى وى، د هغى په هكله د هر هيواد مجلس شورى د خپل ملت د عرف ، رواج او رسم سره سم قانون جوړوى ځکه چې د يوه هيواد عرف د بل هيواد د عرف سره كله كله ډیر توپير لرى..

ه : څرنګه چې ادارى تشكيلات او حكومتى هيكل  د مباحاتو او مرسله مصالحو له جملى څخه دى ، نو هر هيواد بايد په دى هكله پوره داخلى اّزادى ولرى چې د خپلى محلى او سیمه ایزې  شورى د پريکړو مطابق د هيواد د اړتیاو په رڼا کې مناسب او صحيح ادارى چوكاټ جوړ او پلې کړې .

و : د متحد خلافت رسمى ژبه بايد عربى وى او كه د مركز پورى تړلي ملكونه هم خپله رسمى ژبه عربى کړې نو دا به ډیره غوره او بهتره وى په دى کې كوم شرعي بنديز نه  شته ، هر هيواد خپله خپله ژبه رسمى ژبه ګرځولى شي خو هغه ژبه به چې د غير مسلمانانو خاصه ژبه وى په خپل هيواد کې  نه شي رسمى كولاې .

ر : د غير اسلامي هيوادونو سره په تجارتى او اقتصادى اړيكو ټينګولو کې هر هيواد ته ازادى ده خو هيڅ  اسلامي هيواد د غير اسلامي هيوادونو سره سیاسي او عسكرى تړونونه د مركزى شورى د پریکړو پرته نه شي كولاې .

ح : متحد خلافت او په هغى پورى تړلي هيوادونو د هيڅ غير اسلامي هيواد سره بطانى [ رازدارى ] او وليجى په توګه يو ځاې كيداى نه شي يعنى هيڅ غير اسلامي هيواد په خپلو رازونو او كارونو کې  نه شي شريكولاې. په بين المللى موضوعاتو او شخړوکې  به د حق پيروى کیږي. او د باطلو مخالفت به کیږي ، د يوه بلاك دهرى خبرى مخالفت او د بل بلاك دهرى خبرى تائيد به د متحدخلافت او هغى پورى دتړلو هيوادونو پاليسى نه وى بلكه دوى به د"امت وسط" په توګه خپله ازاده خارجى پاليسى  لرى .

ط : په متحده خلافت کې هر هيواد خپل ځانګړى عسكرى نظام او ځانکړې دفاعى نظام جوړولاې شي، خو د دى په څنگ کې  به يو مركزى عسكرى مجلس جوړیږي چې د هر هيواد يويو عسكرى جنرال به په کې ګډون كوى چې د ضرورت په وخت کې به د دفاع ګډ پلان جوړوى او د عسكرى اړتیاو له پاره به وړانديزونه  ترتيبوى .

ق : د ساينس او تيكنالوژۍ د پوهانو يوه ګډه غونډه دى جوړه شي ترڅو د اسلامي هيوادونو د تيكنالوژۍ ، زراعت او صنعت د پرمختگ له پاره پروګرامونه او پلانونه جوړکړې او په دفاعى لحاظ ئى په خپلو پښو ودروي .

ى : يوه مركزى محكمه  به موجوده وي چې د خلافت  پورى د تړلو هيوادونو ترمنځ د شخړو د را پيدا كيدو په صورت کې د خلافت د مركزى اساسى قانون په رڼا کې د هغوى تر منځ فيصلى كوى.  د دى محكمى پريکړې به په مركز پورى تړلو هيواد ونو د محكمو د پاسه وى او په دى محكمه کې به د هر هيواد څخه يو يو ممتاز عالم شامل وى .

ل : متحد خلافت بايد يوه خپروندويه اداره ولرى چې د اسلامي خلافت د ترجمان حيثيت به لرى .

م : په متحده خلافت کې دګډون كونكو هيوادونو ترمنځ بايد دويزى بنديز له منځه ولاړشي ترڅوخلك يو د بل هيواد ته په اسانۍ سره سفروکړې ، خو پا سپورت دى اوس موجودوى ځکه د دى په وا سطه  په معرفت او پیژندګلوی  کې اسانتیاوى راپيدا کیږي .

پينځم اصل

وزارت

ابن منظورافريقى رحمة الله عليه د وزير دكليمى په هكله درى قوله رانقل کړې دى :

د علامه جوهرى رحمة الله عليه وينا دا ده چې دا د وزر څخه اخستى شوى كليمه ده او معنا ئى پناه ځاې  او یا هغه غردى چې هلته د ويرى په وخت کې  پناه اخستل کیږيوزير هم د حكومت د يومشرله پاره د پناه  ځاې  حيثيت لرى، چې د ده په لور د هيواد په اموروکې رجوع كوى - دوهم دا چې د وزير كليمه د وزر څخه اخستل شوى ده او د بار په معنا راځي ځکه وزير هم د هيواد د مشر بار په اوږ واخلي - خو صحيح خبره هغه ده چې ابن سيد او نورو محقيقنوکړې ده، چې دا كليمه د ازرڅخه اخستل شوى ده او معنا ئى تقويت او اعانت دى ، ځکه چې وزير هم د هيواد د مشر ممد اومعاون وى ، كله كله په عربى ژبه کې همزه په واو بدلیږي او د وزيرتعريف داسى کیږي :

 (حباء الملك الذى يحمل ثقله و يعينه برايه)

 [ وزير د حكمران خاص ملګرى وى چې د هغه بار په اوږواخلي او د خپل نظر په اساس د هغه سره كومك كوى<!--[if !supportFootnotes]-->[1]<!--[endif]-->] .


وزير د قراّن او سنتو  له نظره

ځیني خلك وائى چې  عربو د وزيركليمه د ایران د ساسانى پادشاهانو څخه اخستى ده. خودا خبره غلطه  ده ځکه د اسلام نه ترمخه په عربى ژبه کې دا كليمه مروجه وه .د خالد بن زهير د يو شعردوهم بند دا دى :( و انت نفسه وزيرها)

 ~ په قرانكريم کې د وزير كليمه په دوه ځايو کې راغلى ده :

وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي هَارُونَ أَخِي اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي   ط                                                                            [د طه سورت 29 اّيت ]

[ موسى عليه السلام و ويلى اى زما ربه : زما د كورنۍ  څخه ما ته يو وزير راکړې زما د ورور هارون عليه السلام په واسطه زما ملا ټينګه کړې او هغه زما په كارونو کې له ما سره شريك کړې] .

د دى اّيت څخه معلومیږي ، چې وزير بايد د حكمران د هم فكره او هم مسلكه خلكو څخه وى ، دوهمه خبره د دى ايت څخه دا معلومه شوه چې وزير د حاكم د ریاست د نظم و نسق د چلولو مسئول اود هغه په كارکې  شريك وى ، يوازى نوكر نه وى.

 الله تعالې جل جلاله د سیدنا موسى عليه السلام د عا قبوله کړه او ورته ئى و ويل :

(وَجَعَلنا مَعَهُ أَخَاهُ هَارُونَ وَزِيرًا)

 [د القرقان سورت 53 اّيت]

[او مونږ ګرځولى و  د هغه سره د هغه ورور هارون عليه السلام وزير ] .


د محمد صلى الله عليه وسلم  وزيران

د عبدالله بن مسعود رضي الله تعالې عنه  څخه روايت دى چې رسول الله  صلى الله عليه وسلم فرمايلى :

( ثم نظر فى قلوب العباد بعد فاختار له اصحاباًَ فجعلهم انصار دينه و وزراء نبيه)

 [ بیا نو الله جل جلاله د سیدنا محمد صلى الله عليه وسلم څخه وروسته د خپلو بندګانو زړونو ته وكتل نو د هغه له پاره ئى داسى ملګرى منتخب کړل چې د دين كومك كوونکې وو او د هغى د نبى صلى الله عليه وسلم وزيران وو ] <!--[if !supportFootnotes]-->[2]<!--[endif]-->.

د مسند احمد رحمة الله عليه ، بزار او معجم كبير د طبرانى په يو روايت را غلى دى چې :

( ان اصحاب النبى وزراء ه)

 " يعنى د سیدنا رسول الله صلى الله عليه وسلم  صحابه رضى الله عنهم د هغه وزيران و»

 د ابوسعيد خدرى  رضى الله عنه څخه روايت شوى دى چې : (فاماًَ وزير اى من اهل الارض فابوبكر و عمر)

 [ د ځمکې د اوسيدونكو څخه زما وزيران ابوبكر او عمر دى ] <!--[if !supportFootnotes]-->[3]<!--[endif]-->.

ابن ابى الحديدد نهج البلاغه په شرحه کې لیکلي دى چې:

 " ان علیا وزير النبى صلى الله عليه وسلم »

[ سیدنا على رضى الله عنه هم د رسول الله  صلى الله عليه وسلم وزير دى ] .

د طبرى په تاريخ کې د بنوتميم د هيئت په سلسله کې د زيد بن ثابت رضى الله عنه دا وينا رانقل شوى ده :

(نحن انصار الله و وزراء رسوله )

[ مونږ د الله جل جلاله د دين كومك كونکې او د هغه د رسول وزيران  يو ] .

د طبرى په تاريخ کې دى چې :

( وكان عثمان يدعى فى اماره عمر رديفا)

 [د سیدنا عمر رضى الله عنه په خلافت کې سیدنا عثمان رضي الله عنه درديف يعنى د وزير په نامه یا ديده] .

 ابن ابى الحديد د نهج البلاغه په شرحه کې لیکلي دى چې سیدنا عثمان بن عفان، عبدالله بن سعيد بن ابى سرح ، معاويه ، سعيد بن عاص عمرو بن عاص ، عبدالله بن عامر رضى الله عنهم ته په يوه خط کې  وليكل چې:

(لكل امير وزراء و نصحاء و انكم و زرا‌ء ى و نصحائى واهل ثقتى)

 [ هر امير وزيران او خيرغوښتونکي  مشوره وركونکې لرى او تاسو زما وزيران ، خير غوښتونکې مشاورين او باورى ملګرى یاست ] .

 د سقيفه بنو ساعده په غونډه کې ابوبكر رضى الله عنه انصارو ته په وينا کې وويل :

(نحن الامراء و انتم الوزراء )

[ مونږ قريش اميران يو او تاسې انصار زمونږ وزيران یاست ] .

(حَدَّثَنَا مُوسَى بْنُ عَامِرٍ الْمُرِّيُّ حَدَّثَنَا الولِيدُ حَدَّثَنَا زُهَيْرُ بْنُ مُحَمَّدٍ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ الْقَاسِمِ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِالامِيرِ خَيْرًا جَعَلَ لَهُ وَزِيرَ صِدْقٍ إِنْ نَسِيَ ذَكَّرَهُ وَإِنْ ذَكَرَ أَعَانَهُ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِهِ غَيْرَ ذَلِكَ جَعَلَ لَهُ وَزِيرَ سُوءٍ إِنْ نَسِيَ لَمْ يُذَكِّرْهُ وَإِنْ ذَكَرَ لَمْ يُعِنْهُ)

 [ كله چې الله تعالې د كوم امير په هكله د خير اراده وکړې نو هغه ته پاك او مخلص وزير وركوى ، كه چيرى امير د خپلو فرائضو د اداء كولو څخه غفلت كوى نو دا وزيرى ئى  ورته  ور په یاد وى او كله چې هغه خپل فرض تر سره کوي  نوبیا دهغه سره كومك كوى خو كه چيرى الله جل جلاله  د هغه امير په هكله بده اراده وکړې نو هغه ته بد وزير وركوى چې نه هغه ته د خپل فرض د اداء كولو یادونه كوي او نه ورسره  د فرضو په اداء كولو کې   مرسته او تعاون كوى ] <!--[if !supportFootnotes]-->[4]<!--[endif]-->.

 د دى روایاتو څخه دا په ډاګه کیږي چې په نبوى دور  او د راشدينو خلفاو په  دورى کې دوزيرانو غونډه په ساده توګه موجوده وه چې دبنو اميه په زمانه کې ئى پرمختگ وکړ او دعباسیانو په زمانه کې ورته اصول او قوانين جوړ شول، د وزير كليمه په رسمى اصطلاحاتوکې نن سبا ډیره استعمالیږي او په اوسنى وخت کې دوزارتونو پورى تړلي خبرى  د هيواد د اساسى قانون يوه برخه ده