غزل
تا چې مخ له مانه پټ ماته دې شاکړه
په زړګي دې راته بله لمبه بيا کړه

چې رقيب ته دې خبرو کې لاس ورکړ
په سيندونو دې لاهو ارزو زما کړه
زه خو تل دا ستا دمينې خريدار وم
خو تا تل له پاره لار مانه جدا کړه
ستا په در کې به تر هغه وخته ژاړم
تر هغې چې دې قبول زما رضا کړه
ما خو نه کړله جفا، جفا خو تا کړه
ستانګزيه تا خو مينه په رښتيا کړه

دکابل دښوونې او روزنې پوهنتون
رفيع الله ستانګزى

تندي دپاسه
لکه خورې زلفې تندي د پاسه
دومره غمونه مې زړګي د پاسه
څوک مو مرى باندې چاړه راکاږي
 
څوک مو خزان شول پسرلي د پاسه
راته هېڅ پام دهغه چا نه کيږي
چې يې نازونه وړم زړګي د پاسه
پورته له مينې مې يودا ګټه کړه
په لاره پښه نه ږدم مېږي دپاسه
څومره اداوې چې دښکلو وينې
 
دومره غمونه ستانګزي دپاسه

رفيع الله ستانګزى