پوري چي په سترګو پسي رانجي كړې
بيا مي ته ولي قتل د زړګي كړې
لږ خو مي مين زړه ته وګوره
ځان به زما په مينه ازاري كړي
دا چي لري لري ګرځي درپوهېږم
آخېر به ځان له موږ څخه ياغي كړې
ډېره مي يادېږې ديد دي نسته
خدايه د دوو سترګو ارزاني كړې
نرى ټوكرى په سر ګرځي لڅ مخ
ما يې خدايه مخ ته سپېلني كړې
لږ سمه ځه پر لار د خداى لپاره
خونه به مي ورانه د زړګي كړې
خيال مي د زړګي كړه وران يې نه كړې
زه دي څه كړم ځان به ازاري كړې
ځمه و مسجد ته زارۍ كاندم
خداى كه مي په برخه ازلي كړې
محيب به خاماخا درپسي زاړي
ته چي يې له ميني پېښماني كړې

محيب رحمتي

 چي غم د بېلتانه راباندي زور سي
په اوښكو او ژړا باندي مي زور سي

خوب راڅخـــه كـــــډه نا آرام سمـــــه
اواز دي د راتلــــو چي په ما خور سي

وېرېږمـــه چيــې ځــــــان به غر غره كړي
دا زړه به مي آخېر داسي مجبور سي


وژاړم پــــــــه زوره چــي راياده ســـــې
بل مي په زړګــــي باندي ســــور اور سي

تصوير دي په سينه پوري لږ جوخت كړم
كـــــه چېرته مي دا زړه باندي ټكور سي

بيا به تــــــه راځـــې زما محيب ديدن ته
چي سپين كفن زما په مخ راخور سي