اوبياهم ياره

مه لټوى زړه مې پرهارى ياره
پريږده پرې زخمونه پخوانۍ ياره
څنګه دې زه هيره کړم هيريږې نه
تاپسې مې کړي دي خواري ياره
نه به درته وايم په ماڅه وشوه
تاچې درقيب کړه پلوي ياره
تابه ورته څه ويل دانه پوښتم
ودې کړه له ماځينې دوري ياره
بس په زوره ووايه چې يار دې يم
نورمې نو کم زورمه ازميه ياره
ته چې زمانه منې زه څه وکړم
تل کوې له مانه سرکشي ياره
مه ګرځه په ډډه رانه مه ګرځه
راشه راسره وکړه دوستي ياره
څه وشوه زماپه ليلاڅه وشوه
ماسره يې وکړه بيوفايي ياره
دانوراته مه وايه چې صبرشم
دامې دټول عمرده خواري ياره
ورشه رقيب ورټه او وي رټه
بيانوماته پريږده سر زوري ياره
نارې کړه دکلي منځ کې نارې کړه
وايه درسره يمه اشتي ياره
نه راځي زما احوال ته نه راځي
دامې د ليلاده بې ننګي ياره
نه راځى احوال مې ديار نه راځى
اوس يم ورپسى ډيرسودايي ياره
لاړه بيوفاشوه رانه لاړله
نورې به راوکړى څه کاني ياره
نه مې ورته ښه نه ورته بدوکړه
ماسره يې څه وه دښمني ياره
ووايه احوال يې راته ووايه
تاته يې څه کړى بهاني ياره
نه مې شته په خواکې مې يار نشته دى
يارځينې دوري مې ځوروي ياره
ليکي درته څو کرښې به وليکي
داد امين زى ده شاعري ياره

ماويل ته يې
فهيم الله امين زى
دسپوږمۍ خواکې رڼاوه ماويل ته يې
ټوله مينه وه ښکلاوه ماويل ته يې

رانه تلله مخ په وړاندې نه درېدله
لرې، لرې يې نڅاوه ماويل ته يې
تورپېکى يې چې په سپين رخسارراخورکړ
دسروشونډوچې موسکاوه ماويل ته يې
مکيزونه اونازونه يې وه هومره
چې له خياله دې خنداوه ماويل ته يې
دلېمولاندې يې ماپلو راکتلو
چې کتلې مې همداوه ماويل ته يې
وه دپيغلوپه کتارګودرپرغاړه
داله مخ ډله يې ترشاه وه ماويل ته يې
پښتانه له ځاې درانه يي امين زيه
شال کې پټه له حياوه ماويل ته يې

شوى

فهيم الله امين زى
دادښکلوکوم نظردى په ما شوى
يادغره ځيني کوم کاڼي غلط شوى
راشه وګوره دټول عمر محصول مې
ورته ګورم په درياب کې لاهو شوى
ماتــــه مـــــه ښيه کـــاراودښــــولاره
جوړهرکارمې په يوه نظردبل چاشوى
دځواني دوران دى ډيره بيغوري دى
يارمي نه وايي چې ښارکې دى تم شوى
امين زى وايي حيران يمه خپل يارته
چې داراسره مخ دى اوکه يارمې بدل شوى