|
ډاکټر
اکبر اکبر
شمعې
پتنګان تر سبا مه پاله
دا مړي
په دومره ژړا مه
پاله
ژونده
دجنون دشینکي پرخه شه
بیا دعقل
شړه صحرا مه
پاله
ګله چې
انسان ځان ته کوز ګورې شي
هغه شیبه
ربه په ساه
مه پاله
زرځله مې
مړ کړه په یوه اداء
دومره دې
ارزانه ادا مه
پاله
زه
دمستوڅڼو دشپوروږدی یم
ما دمړ
سهار په رڼا مه پاله
ستا
سرې سړیخورې شونډې نه رووم
دا ماشوم
په دغسې بلا مه پاله
خال په
ورځو،خال
په زنه
خال په مخ
هر محراب
په دغه مُلا مه پاله
ستا غم
خوزما دفکر پانګه
ده
څنګه
راته وایې چې دا مه پاله |